8659674959d

دننگرهار د سپين جومات تورنو کسانو علني غونډه تر سره شوه

د سپين جومات د قضيې تورنو کسانو په استینافي دوره کې لومړنۍ علني غونډه تر سره شوه او پريکړه بلې غونډې وځنډيدله.
دغه علني غونډه د ننګرهار استیناف محکمې رئیس قضاوتمند عبدالولي قاضي زاده په مشرۍ، د عامه امنيت ديوان رئیس قضاوتمند فضل الله فاضل او قضاوتمند علي محمد په غړيتوب تر سره شوه.
د علني غونډي په پيل کې د قضايي پلاوي غړي قضاوتمند فضل الله فاضل د تورنو پر وړاندې د ابتدايه محکمې پريکړه د غونډو ګډونوالو ته واوروله.
وروسته د قضيې د موظف څارنوال له لوري د تورن پر وړاندې د اعتراض په ډول خپله برابره شوې صورت دعوه وړاندې کړه او د سپين جومات د جوړونکي شرکت مسئول فضل واحد ته يې د قانوني دلايلو پر بنسټ د زياتې جزا د ورکړې غوښتنه وکړه.
دغه راز د تورن کس مدافع وکيل د موظف څارنوال له لوري د برابرې شوې صورت دعوې دفع کوله او خپل موکل ته يې د بښنې غوښتنه کوله.
د علنې غونډې قضايي پلاوي د تورن او زيانمن شوو د خبرو له اوريدو وروسته د قضيې د طرفينو په شتون کې د رايو په يووالي د سپين جومات د قضيې د لا ښې روښانتيا او معلوماتو بشپړولو په موخه د قضيې پرېکړه بلې غونډې ته وځنډوله.
قضايي پلاوي وويل، چې په دغه قضيه کې زيانمن شوي خپل حق ترلاسه او ياده قضيه به بشپړه او هر اړخيزه توګه وڅېړل شي، چې له امله يې پرېکړه بلې غونډې ته وځنډول شوه.
په دغه علني غونډه کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د سپين جومات قضيې څېړل ورته مهم دي، چې په همدې موخه يې په دغه علني غونډه کې ګډون وکړ.
نوموړی وويل، چې هڅه يې پيل کړې، چې د سپين جومات ولاړې رغنيزې چارې يو ځل بيا پيل کړي.
د يادونې ده، چې د ننګرهار ښاري محکمې د عامه امنيت ابتدايه ديوان له لوري تر دې وړاندې د علني غونډې په ترڅ کې د سپين جومات د جوړونکي شرکت مسئول فضل واحد ته په بېلابېلو قضيو کې د دوه کاله او اته مياشتو تنفيذي بند سزا ورکړې وه.