16665675_803095423172349_1793342040829269385_o

په روانه مياشت کې د ننګرهار ولات دوه پنځوس وسله وال وژل شوي

د ننګرهار امنې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال د سلواغې په ۲۴مه ولايت مقام رسنيو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په روانه مياشت کې د دې ولايت په يو شمېر سيمو کې ۵۲ وسله وال مخالفين وژل شوي، ۲۰ ټپیان شوي او ۴۳ تنه وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور نيول شويدي.
نوموړي وويل، چې د افغان ځواکونو عملياتو او ګزمو په ترڅ کې په يو شمېر ولسواليو کې پنځلس حلقې ماينونه تر چاودونو وړاندې کشف او لمنځه وړل شوي.
ده وويل، چې د بېلابېلو پېښو په تړاو يې ۴۰ تنه تورن کسان هم نيولي، چې د قانوني اجراتو په موخه يې اړونده ادارو ته سپارلي دي.
ده دغه راز زياته کړه، چې په بېلابېلو وختونو کې په يو شمېر سيمو کې د پلټنو پر مهال زرګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي هم نيول شويدي.