15753306_304

د واورې او باران ورښت له امله ۳۹۴ کورونه تخريب او ۳۲۵ ژوي مړه شويدي

په ننګرهار کې د واورې او او باران ورښت له امله ۳۹۴ کورونه تخريب، ۳۲۵ سره ژوي مړه شوي او شاوخوا زر جريبه ځمکه کې ولاړ فصلونه واورې لاندې کړيدي.
د ننګرهار په شېرزادو، خوږياڼو او حصارک ولسواليو کې د واورې ورښت له امله په شېرزادو کې ۱۳۵ کورونه تخريب او۲۵۰ ژوي مړه شويدي.
د واورې ورښت له امله په خوږياڼو ولسوالۍ کې شاوخوا ۶۵ کورنيو خپل کورونه پريښودي او خوندي ځايونو تللي دي او په دغه ولسوالۍ کې ۲۵ سره ژوي هلاک شويدي.
دغه راز د دې ولايت په چپرهار، غنې خېلو، لعلپوره، سپين غر، کوټ، مومندرې، بټي کوټ ، ګوشته او دروبابا ولسواليو کې هم د وروستيو بارانونو له ۲۵۹ کورونه تخريب او ۵۰ څاروي مړه شويدي.
په ورته وخت کې سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولايت طبيعي پېښو پر وړاندې چمتووالې ادارې او مرستندويه ادارو ته لارښوونه کړې، چې د زيانمن شوو کورنيو سروې تر سره او پر وخت ورته مرستې ور ورسوي.
د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې رئیس عبدالبصير سباوو وويل، چې د ننګرهار والي په لارښوونه يې په ولسواليو کې د وروستيو ورښتونو له امله د زيانمن شوو کورنيو سروې پيل کړې او ډېر ژر به ورته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې ور ورسوي.