15977812_364799087223604_1409865985698222964_n

په ننګرهار ولایت کی یو وسله وال طالب ووژل شول او ۲ تنه د غلا په تور ونیول شول

ننګرهار ولایت په بټي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې امنیتي منسوبینو د نښتې پر مهال یو وسله وال طالب وژلی او همدا راز د دوه تنه د غلا په تور ونیول شول .
د بټې کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنیتي منسوبینو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې د قاري نصیب الله په نوم یو وسله وال طالب ووژل شو،خو امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
په همدې حال کې د لعلپورې ولسوالۍ پولیسو د یادې ولسوالۍ د کرکټ په لوبغالي کې د اپراتیفي هلو ځلو په ترڅ کې دوه تنه د غلا په تور نیولي،چې دا مهال ترې پوښتنې دوام لري .