images

په ننګرهار ولايت کی پنځه تنه د لشکر اسلام ډلې غړي ووژل شول

د ننګرهار ولايت اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې تيره ورځ د بې پيلوټه الوتکې په بريد او پوليسو سره په مخامخ جګړه کې ۱۲ تنه وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله واوښته.
د امنيتي ادارو د معلوماتو له مخې تيره ورځ د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د قاضي شاهد په ګډون دوه تنه داعش وسله وال او پنځه تنه د لشکر اسلام ډلې غړي وژل شويدي.
دغه راز په ورته وخت کې د هسکې مېنې ولسوالۍ غلنۍ سيمه کې د پوليسو او داعش وسله ولو ترمنځ جګړه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې درې تنه داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شويدي.
په دغه جګړه کې يو سيمه ييز پوليس هم ټپي شویدی او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.