23456

په جلال آباد ښار کې د مقناطیسي ماینونو د یو جوړونکي ونیول شول

د طالبانو ډلې ته اړوند د مقناطیسي ماینونو د جوړولو یو تن ماهر بریالی د محمد جلات خان زوی چې د ننګرهار ولایت په اړوندو برخو کې یې د مقناطیسي ماینونو په جوړولو، د مخورو کسانو په ترور او ماینونو په ځای پر ځای کولو لاس پورې کاوه د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو له خوا نیول شوی دی.
نوموړي هوډ درلود شپږ مقناطیسي ماینونه د ملکي او نظامي وسایطو د په نښه کولو په موخه د جلال اباد ښار په اړوندو برخو کې ځای پر ځای کړي؛ چې موخې ته له رسېدو وړاندې باالفعل له یادو ماینونو او دوه میله بې غږه تفنګچو سره د غازي امان الله خان په ښار ګوټي کې ونیول شو.