15995020_779283515553540_8458475802813835312_o

داعش په کوټ ولسوالۍ کې لسګونه کورونه سوزولي

ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ بابا غونډۍ او بر سې پای هغه غرنیزې سیمې وې،چې سلګونه کورنۍ یې له مودو راهیسې د جګړې له امله نورو سیمو ته کډوالې شوې وې او خپل کورونه یې خالي پرېښودلي و.
داعش وسله والو د مرغومې په ۲۴مه په یادو سیمو کې شاوخوا ۶۵ کورونو ته اور اچولي،چې د دغه اورلګیدنې پر مهال په کورونو کې هیچا شتون نه درلود،ځکه ځآني زیان نلري .
همدا راز له یادو کورونو څخه د کورونو مالکانو ټول توکې هم په پخوا وختونو کې له ځآن سره لیږدولي و،ځکه یې د مالي زیان کچه هم ښایي لوړه ونه وسیږي .
د ننګرهار والي ګلاب منګل د داعش له لورې یاده کړنه یو وحشت ګڼي او زیاتوي دغه وحشي ډله غواړي له دغه لارې د ولسونو په منځ کې ویره خپره کړي.
هغه زیاته کړه،داعش به هیڅکله هم بریالی نشي،چې په دغه ډول وحشي حرکتونو سره د خلکو په ځآنګړي ډول د کوټ غېرتي ولس په منځ کې ویره خپره کړي .