15894272_774745339340691_7638788880971384087_n

د پچير اګام ولسوالۍ د اوپراسيون امر د وسله والو مخالفينو له منګولو ازاد شو

د ننګرها رولايت پچير اګام ولسوالۍ اتم سرحدي کنډک د اوپراسيون امر جګړن قاسم خان، چې څو ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لخوا تښتول شوی و د ملي امنيت رياست ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو له منګلو ازاد کړی شو.
جګړن قاسم خان شاوخوا اتلس ورځې وړاندې له جلال اباد ښار څخه پچير اګام ته د دندې پر لور په يو سراچه ډوله موټر کې روان و، چې د يادې ولسوالۍ مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لوري خوږياڼو ولسوالۍ ته وتښتول شو او تېره ورځ د وسله والو مخالفينو له منګولو ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.