15774910_769669019848323_2327485778041750746_o

په ننګرهار ولایت کی دوه تنه انسان تښتوونکي او یو داعش وسله وال ونیول شول

ننګرهار ولایت ملي امنیت مؤظفینو د دغه ولایت په بهسودو او چپرهار ولسوالیو کې د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې یو تن داعش وسله وال او دوه تنه انسان تښتوونکي چې د سرحدي پولیسو لباس یې په تن و،نیولي دي .
د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن شنبه خبریالانو ته وویل،د ناصر او عطاالله په نوم دوه تنه چې یوې یې د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ او بل یې د ننګرهار د ښیوې ولسوالۍ اوسیدونکي دي،د ملي امنیت د سرحدي پولیسو د همغږۍ منسوبینو په لباس کې یې د انسان تښتوونې،غلاوې او نورې کړنې ترسره کولې .
هغه زیاته کړه، یاد کسانو تېره ورځ د بهسودو ولسوالۍ تعمیراتو سیمه کې یو ځل بیا په داسې حال کې چک پوینټ جوړ کړی و،چې د سرحدي پولیسو لباس یې په تن و او ورسره د ملي امنیت رینجر ډوله موټر ته ورته هایلکس ډاډسن موټر هم شتون درلود.
خوږیاڼی وایي یادو کسانو غوښتل چې یو تن سوداګر د پلټنو په نوم له موټر څخه را ښکته او له سیمې څخه یې وتښتوي، چې د ملي امنیت منسوبینو له لورې له یو میل وسلې او ډاډسن ډوله هایلکس موټر سره یو ځای ونیول شول.
د والي ویاند همدا راز وویل، ملي امنیت مؤظفینو د پلټنو پر مهال په چپرهار ولسوالۍ کې د داعش وسله والې ډلې یو فعاله غړی عبدالواجد چې مشهور په معاذ دی،ژوندی نیولی .
هغه وایي نیول شوي کس په چپرهار ولسوالۍ او مرکز جلال اباد ښار کې د داعش ښاري شبکه کې فعالیت ترسره کولو .
نیول شوو ناصر او عطاالله د خپلو اعترافونو په ترڅ کې وویل، د نیول کېدو وړاندې یې د بهسودو ولسوالۍ په تعمیراتو سیمه کې تر دېرشو زیاتې موټرې پلټلې وې او موخه یې د یو تن تښتونه وه .
هغه زیاته کړه، د پلټنو پر مهال یې خلکو ته ځآنونه د ملي امنیت منسوبین ور پېژندل،چې د یاد کس تر تښتوونې وړاندې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې په یاده سیمه کې ونیول شول .
د داعش غړي،چې مشهور په معاذ دی،د خپل اعتراف په ترڅ کې وویل، د امنیتي قواو سره تر جګړې وروسته یې غوښتل چې له سیمې څخه وتښتي،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده،چې ملي امنیت مؤظفینو په وروستیو کې په ننګرهار کې ګڼ شمېر انسان تښتوونکي،داعش او نور تخریب کاره په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.