15774724_397017407305297_1358835175458708551_o

د ننګرهار ولایت کې دطالبانو د یو قوماندان په ګډون ۴ وسله وال طالبان ووژل شول

د اچین ولسوالۍ په انځري سیمه کې د ملي امنیت ځآنګړې قطعې له لورې عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو مهم قوماندان حمزه او د هغه د ملګرې بشرمل په ګډون څلور وسله وال طالبان وژل شوي او همدا راز د دوی د مهماتو او وسلو یوه ډیپو هم سوزول شوې ده .
همدا راز یادې قطعې د بټې کوټ ولسوالۍ په حفظ کوډۍ سیمه کې عملیات ترسره کړي،چې د وسله والو طالبانو یو قوماندان یې ژوندی نیولی دی .
په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .