15741286_1045372555608074_7636766606534898408_n

په هلمند ولايت کی د يو ډلګی مشر په ګډون ۱۷ وسله وال مخالفين ووژل شول

افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند ګوبند سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځای هوايي بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې د احمدي په نوم د يوه ډلګی مشر په ګډون ۱۷ وسله وال مخالفين ووژل شول .
په وژل شويو مخالفينو کې دوه تنه يې د پاکستان د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي، چې د ماينونو ماهرين او مسلکي کسان وه او پاتې نور يې د وسله والو طالبانو د لېزري قطعې اړوند کسان دي .
په ياده هوايي حمله کې د وسله والو طالبانو پنځه کسان ټپيان شوي او د مخالفينو ۳۰ حلقې بېلابېل ډول ماينونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي .