پوليسو په ننګرهار ولايت کې ۱۶ تنه وسله والو مخالفينو سره د اړيکو په تور، ۲۵۳۰ غير راجستر شوي سيم کارتونه او ۱۰۵۲ فيره مرمۍ او مهمات ترلاسه کړيدي.
د امنې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې پوليسو د روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې د عملياتو پرمهال شپاړلس تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي او د اچين په اوليه سيمه کې يې په يو سراچه ډوله موټر کې ۱۰۴۰ فيره د کلاشنکوف مرمۍ، چې داعش وسله والو ته لېږدول کېدې نيولي دي.
په ورته وخت کې پوليسو د سره رود ولسوالۍ بختان په سيمه کې هم د ګزمې پر مهال لس د توپ سرګلولې، يو لاسي بم، يو د اګايس مرمۍ او يو اندازه چاودونکي توکي کشف او ترلاسه کړيدي.
دغه راز پوليسو د جلال اباد ښار له يو شمېر سيمکارت پلورنکو څخه ۲۵۳۰ غير راجستر شوي سيمکارتونه راټول کړي او مخابراتو رياست ته يې سپارلي دي
پوليسو په ننګرهارکی شپاړلس تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي
صدیقیدسامبر 27, 2016سیاسیدیدگاهها برای پوليسو په ننګرهارکی شپاړلس تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي بسته هستند
مطلب قبلیدر حمله برموتر عضوپارلمان افغانستان در کابل سه تن زخم برداشت
مطلب بعدیدریک درگیری نیروهای نظم عامه ومخالفین مسلح ۱۰ تن کشته شد