555mjjiekfjvlclf

پولیسو په ننګرهارکی د ماشوم قاتل پلار ونیول

د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په بېز اکمالاتي سیمه کې د امان الله په نوم یو تن چې د بټي کوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،د خپل کورني اختلافاتو له امله یې خپل کوچنی معصوم زوی رحمن الله چې د اوو میاشتو عمر لري،په بې رحمه ډول په شهادت رسولی دی .
امان الله چې اوس مهال په بېز اکمالاتي سیمه کې اوسیدو،امنیتي مؤظفینو د پېښې د رامنځته کېدو وروسته د پلټنو پر مهال نیولی،چې د مګړۍ ترې د پولیسو له لورې څېړنې دوام لري .
لومړني معلومات ښایي یاد کس نن د لیندۍ په ۳۰مه خپلې مېرمنې ته تر طلاق ورکولو وروسته خپل زوی له ځآن سره تر ساتلو وروسته د ماسپښین په شاوخوا درې بجو په بې رحمه ډول په شهادت رسولی دی .
د ننګرهار والي ګلاب منګل پر یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې،امنیتي منسوبینو ته یې جدي سپارښتنه کړې،چې نیول شوی کس ژر تر ژره د زیاتو څېړنو په موخه څآرنوالۍ ته ور وپېژني .
هغه همدا راز عدليي او قضایي ارګانونو ته هم جدي سپارښتنه وکړه،چې د قانون له مخې یاد قاتل ته د علنۍ غونډې په ترڅ کې تر ټولو سخته سزا ورکړي .