15541563_762856490529576_3404293501945179232_n

د ننګرهارپه یوشپه ددوو خویندو دنکاه کیدو په قضیه کی اصلی کسان نیول شوی

د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې په يو شپه د دوو خويندو د نکاح کيدو په قضيه کې ښکيل اصلي کسان نيول شوي او قضيه به يې د بشپړې څيړنې په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وليږل شي .
دغه څرګندونې د ننګرهارولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال او د کورنيو چارو وزارت د جنايي څيړنو رئيس سيدعبدالغفار سادات د يو ګډ رسنيز کنفرانس پرمهال وکړې .
د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال او د کورنيو چارو وزارت د جنايي څيړنو رئيس سيد عبدالغفارسادات د ننګرهار په امنيې قومندانۍ کې د يو رسنيز کنفرانس پرمهال وويل، چې د يادې قضيه اصلي کسان نيول شوي او د بشپړې څيړنې په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته وليږل شي .
نوموړي وويل، چې د يادې قضيې د رامنځته کيدو سره سم امنيتي ارګانونو خپل فعاليت کړی او په قضيه کې ښکيل کسان نيول شوي او د قانون له مخې به يې دوسيه وڅيړل شي.
د کورنيوچارو وزارت د جنايي څيړنو رئيس وويل، چې د ولسمشر د ځانګړي حکم له مخې د يو ګډ پلاوي په مشرۍ د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ کې د رامنځته شوې قضيې د څيړنې په موخه يې دې ولايت ته سفر کړی ، چې د سيمې مشرانو په همکارۍ يې په قضيه کې ښکيل اصلي پنځه کسان ونيول او د څيړنې په موخه به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپيژندل شي .
مولوي عبدالرحمن ، چې وروستۍ نکاح يې تړلې د امنيتي ارګانونو له لوري نيول شوی نوموړی ځان پدې برخه کې مجرم نه ګڼي او وايي، د نکاح تړلو پرمهال ورته ويل شوي و، چې دواړه خويندې نه؛ بلکې د تره لورګانې دي .