15578391_1252183834846287_7796249367366905723_n

حنیف اتمر: راتلونکی کال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړ بریالیتوب کال دی

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د امنیتي سکتور د منځنۍ کچې رهبرۍ لپاره، د متحدو ایالتونو د ملي دفاع پوهنتون د نژدې ختیځ څېړنو مرکز له لوري، د ناورین د مدیریت او بشري ظرفیتونو د انکشاف په اړه د یوه درې ورځني روزنیز پروګرام په پیلیزه غونډه کې وویل، چې راتلونکی ۱۳۹۶ هجري لمریز کال، د افغانستان د خلکو او دولت د دښمنانو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړ بریالیتوب کال دی. د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې په راتلونکي کال کې به د دښمن تر بشپړې ماتې وروسته، د ملت د سوکالۍ او هوساینې لپاره د بنسټیز انکشافي او اصلاحي پروګرامونه هم پلي شي.
د ملي امنیت سلاکار ښاغلي اتمر زیاته کړه، چې د ملي امنیت شورا به، د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انکشاف او تجهیز پلان تر ارزولو وروسته منظور کړي.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې به افغان هوایي ځواک د سیمې په کچه په مهمو او ستراتېژیکو تجهیزاتو سمبال او د افغان ځانګړو ځواکونو بشري او تجهیزاتي ظرفیتونه لا ډېر لوړ شي.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د تېر کال په اوږدو کې، د افغانستان د خلکو دښمنانو د سیمې د یو شمېر هېوادونو په مرسته کوښښ وکړ، چې نړېوالو ته وښيي، چې ګنې د افغانستان جګړه کورني لاملونه لري، خو نه په دې کار بریالي شول او نه یې د افغانستان په د ننه کې د ځان لپاره د پټنځایونو او سیمو د موندلو خوب رښتیا شو.
د ملي امنیت سلاکار و ویل، چې د امنیتي سکتورد تعیناتو بورډ، چې له ملي متخصصو نظامي کدرونو څخه به جوړ شي، په نژدې راتلونکې کې د ولسمشر د حکم پر اساس کار پیلوي. د دې بورډ دنده به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د رهبرۍ لپاره، د مناسبو اشخاصو په نښه کول او روزل وي. د ده په وینا په دې توګه به په نظامي سکتور کې د مشرتابه ټولې ګومارنې د اصیلو نظامي ضوابطو او ښایسته سالارۍ پر اساس ترسره کېږي.
د امنیتي سکتور د منځنۍ کچې مشرتابه لپاره، دا درې ورځنی روزنیز پروګرام، د ملي امنیت شورا دفتر په نوښت او د متحدو ایالتونو د ملي دفاع پوهنتون د نژدې ختیځ د څېړنو مرکز په همکارۍ ترتیب شوی دی. د دې روزنیز پروګرام، روزونکي، د کورنیو چارو مخکینی وزیر او د متحدو ایالتونو د ملي دفاع پوهنتون استاد، پوهاند دوکتور ارکان حرب علي احمد جلالي او د لیري ختیځ مرکز مشهور پروفیسور جان ووډ دي.
د دې روزنیز پروګرام په پیلیزه غونډه کې د سلوال پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم او د غوڅ ملاتړ ځواکونو مرستیال الېکساندر سېډني سټوري هم خبرې وکړې.