15380562_390321191308252_8765163286235920680_n

ننګرهار کې ۱۷ وسله وال مخالفین وژل شوي

ننګرهار ولایت په اچین او غني خیلو ولسوالیو کې د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۱۶ داعش او یو وسله وال طالب وژل وژل شوي او د داعش ډلې یو بل غړی ژوندی نیول شوی دی .
د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د برید له امله شپاړس داعش وسله وال ووژل شول او د دوی د مهماتو او وسلو یوه ډیپو تخریب او لمنځه یوړل شوه .
همدا راز د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې د وسله والو طالبانو یو غړی د پولیسو له لورې په ډزو سره وژل شوی،چې ترې یو میل تفنګچه،شاژرونه،لاسي بم او یو مبایل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي .
په همدې حال کې پولیسو د اچین ولسوالۍ په ګوشتل سیمه کې د پلټنو پر مهال د نعیم الله په نوم یو داعش وسله وال ژوندی نیولی .