15403788_759718574176701_4024893497104407915_o

دوه تنه انسان تښتوونکي او يو وسله وال طالب ونيول شول

د ننګرهار والي وياند عطاء الله خوږياڼي رسنيو دفتر کې د يو کنفرانس پر مهال وويل، چې د ملي امنيت موظفيو دننګرهار ولايت روداتو، غنې خېلو او مومندرې ولسواليو کې د پلټنې پر مهال دوه تنه انسان تښتونکي، چې د خيبر پښتونخوا اوسيدنکي دي او يو وسله وال طالب ونيول
نوموړي وويل، چې نيول شوي کسان د تورخم – جلال اباد د لويې لارې په اوږدو کې د اختطاف په يو شمېر پېښو کې لاس لري.
نيول شوو انسان تښتونکو نسيم او فرمان الله په خپلو جرمونو اعتراف کړیدی او وايي، چې له تيرو دوو کالونو راهيسې يې د تورخم  جلال اباد لويې لارې اوږدې کې خلک تښتول.
دوی وايي، چې اوسمهال يې د يوه سوداګر د تښتولو هڅه کوله، چې دوه ځلې يې په تښتولو کې ناکام شول.
خوږياڼي دغه راز وويل، چې په ورته وخت کې د ملي امنيت موظفينو د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې يو تن وسله وال طالب مولوي عبدالهادي، چې د مولوي رحمن ولي د ګروپ غړی دی او په ياده ولسوالۍ کې يې تخريبي کړنې کولې نيولی دی.
له نيول شوو کسانو څخه ملي امنيت رياست کې نورې پوښتنې او څېړنې روانې دي.