15327332_1229716160427105_6481371058138661443_n

د کندهار ملي امنيت رياست په زياته کچه وسلې نيولي دي

فرحت،د کندهار ملي امنيت رياست د اوپراتيفي راپور پر اساس په ۱۳ ناحيه کي له يوه کور څخه په زياته کچه وسلې نيولي دي.
ملي امنيت رياست په ۱۳ ناحيه کي د ياد کس پر کور عمليات کړي چي په پايله کي يې ۶ امريکايي توپنچې، ۵ د توپنچې ميلان، ۱۱۵۰ د پوليسي توپنچې مرمۍ، ۸۴۶ د ثقيل مرمۍ، ۳۲۳۰ د کلاشينکوف مرمۍ، ۱۰۹ بم افګن مرمۍ، ۳۶۸۱ د ايم شانزده مرمۍ، ۳ لاسي بمونه، ۲ دايم شانزده شاجوران، ۴ د کلاشينکوف کونداغونه نيولي دي.
د ملي امنيت رياست پلټني لا هم دوام لري ترڅو د يادو مهماتو په تړاو شکيل کسان ونيسي او دقانون منګولو ته وسپاري .