15285088_1029649287180401_5043456515868705054_n

دهلمند والی:مخالفینو هلمند ولایت کې خپل جنکي توان له لاسه ورکړی دی

فرحت،د هلمند ولایت د نظامي شورا غونډه د والي حیات الله حیات په مشرۍ ترسره شوه، چې د مخالفینو ځپلو په موخه د روانو تصفیوي عملیاتو څرنګوالي په اړه پکې بحث او خبرې وشوې.
امنیتي چارواکي وايي د طالب وسلوالو ځپلو په موخه ترسره شویو عملیاتو پرمهال بیلا بیلې سیمې تصفیه او دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي.
د هلمند والي حیات الله حیات وویل، چې نا امنیو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته دې بیرته خپلو سیمو ته د ورتلو زمینه برابره شي.
امنیتي مسولینو وویل، چې د ولت وسلوال مخالفین په عامه ځایونو، سړکونو او د خلکو کورونو کې ماینونه خښوي، چې دوی د روانو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمیر ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
والي ښاغلي حیات زیاته کړه، چې بې ځایه شویو کورنیو ته به د مرستندویه ادارو په همکارۍ سیمو ته بیرته ورتلو پر وخت هم د مرستو زمینه برابره کړي.
چارواکي وايي مخالفینو په هلمند کې خپل جنکي توان له لاسه ورکړی او ډیر ژر به امنیتي ځواکونه له نورو سیمو څخه هم وشړي او مرګ ژوبله به ورته واړوي.

سهیلا صمیم