3

د مخالفینو له لوري د یو را توغول شوي هاوان له امله پینځه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي

فرحت،پرون د مرکز اړوند د عمرزئیو په سیمه کې چې د افغان امنیتي ځواکونو چاڼیز عملیات روان ول، د مخالفینو له لوري د هاوان را توغول شوې مرمۍ په یو کور کې لګېدلې، چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور تنه غړي او د یو بل کور یو دولس کلن ماشوم ټپیان شوي دي.

په ټپیانو کې یوه څلویښت کلنه مېرمن، یوه څوارلس کلنه انجلۍ، یو اتلس کلن ځوان او دوه د اوو او دولسو کلونو کوچنیان شامل دي چې دا مهال د مهترلام په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

بل لور ته د الماس ۳۰ په نوم کوم تصفیوي عملیات چې پرون سهار په یاده سیمه کې پیل او ماسپخین پای ته ورسېدل، د یو شمېر کلیو پر تصفیې، تلاشۍ او د یو تن مخالف وسلوال پر ژوبلې سربېره یو تن مشکوک د یو میل تفنګچې سره هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی چې دا مهال ترې پوښتنې ګرویګنې روانې دي.