د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال داد محمد حريفي د لېندۍ په ۱۶مه د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل،یاد کسان د تېرې اوونۍ په جريان کې په بېلابېلو عملياتو کې نيول شوي دي.
هغه وويل، د داعش ډلې درې غړي چې يو يې د هند پر قونسلګرۍ د ځانمرګي بريد پلان درلود، دويم يې په جلال اباد ښار کې د وروستيو بمي چاودنو تورن و او دريم يې په نازيانو ولسوالۍ کې ترهګريزې کړنې ترسره کولې هم په نيول شويو کسانو کې شامل دي.
د جنرال حريفي په وينا،د وسله والو طالبانو شپږ غړي،چې په نازيانو، غني خېلو، روداتو او بټي کوټ ولسواليو کې يې دولت ضد کړنې ترسره کولې، هم د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوي دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، يو تن يې د يو ملي سوداګر د قتل په تور نيولی او دغه راز يې يو بل تن د سل ميله تفنګچو او د کلاشینکوف له اتو شاجورونو سره نيولی، چې غوښتل يې یادې وسلې او مهمات له تورخم څخه کابل ته انتقال کړي.
په کنفرانس کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل،د ملي امنيت د منسوبينو د دغو وروستيو کړنو په پايله کې به په جلال اباد ښار کې د بېلابيلو جرمونو مخه ونيول شي.
دی وايي، نيول شوو کسانو په جلال اباد ښار کې د پټو وژنو، بمي چاودنو او نورو بېلابېلو تخريبي کړنو کې لاس درلود؛ نو په نيول کېدو سره به يې امنيت تره کچه ډاډمن شي .
د خوږیاڼي په وینا نیول شوو کسانو پخپلو جرمونو اعتراف کړی او د لا زیاتو معلوماتو په موخه ترې نورې څېړنې دوام لري .
صفحه اصلی سیاسی په ننګرهار کې د ملي امنيت ادارې له لورې د هند پر قونسلګرۍ د بريد کوونکي په ګډون ۱۱ وسله وال مخالفين نيول شوي دي
په ننګرهار کې د ملي امنيت ادارې له لورې د هند پر قونسلګرۍ د بريد کوونکي په ګډون ۱۱ وسله وال مخالفين نيول شوي دي
صدیقیدسامبر 06, 2016سیاسیدیدگاهها برای په ننګرهار کې د ملي امنيت ادارې له لورې د هند پر قونسلګرۍ د بريد کوونکي په ګډون ۱۱ وسله وال مخالفين نيول شوي دي بسته هستند
مطلب قبلییک فرد ماین گذار در کندز قبل از رسیدن به هدف کشته شد
مطلب بعدیپولیسو دجلال اباد په ښارکی پنځه دسیم بکس دستګاه کشف او ترلاسه کړی