capture-jpg%d8%b2%d8%a7%d8%a8%d9%84

د زابل والي بسم الله افغانمل له وسله وال بريد څخه روغ ووت

نن له غرمې مخکې د لسو بجو په شاوخوا کې د مرکزکلات او جلدک ترمنځ د پل سوخته په سيمه کې د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل موټريز کاروان تر وسله وال بريد لاندي راغلی چې د نيم ساعت مخامخ جګړې وروسته دښمن پر شا وتمبول سو.
په دې پېښه کې کومه مرګ ژوبله نده رامنځته سوې او د مقابل لوري د مرګ ژوبلې په اړه هم کوم معلومات نسته.
د زابل والي افغانمل د نوموړې پېښې په اړه له رسنيو سره د خبرو پرمهال د ملي پوليسو په ځانګړې توګه د شاهراه کنډک اړوند سرتېرو د زړورتيا، مېړانې، مرستې او همکارۍ څخه مننه او ستاينه وکړه او ويې ويل د شاهراه کنډک پوليسو د پېښې ځای ته ډېر ژر ځان راورساوه او دښمن يې تېښتې ته مجبور کړ.
د يادونې وړده چې په تېرو څو مياشتو کې دا دوهم وسله وال بريد دی چې د زابل والي ښاغلي بسم الله افغانمل پر موټريز کاروان ترسره کېږي او د لوی خدای (ج) په فضل نوموړی ورڅخه روغ رمټ وزي.

سهیلاصمیم(هرات)