img_0041-copy

په پکتیکاکی ځای پر ځای شوي ماین شپږو عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

چاودنه نن سهار(لس) بجې د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالي د امان خیلو په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې وګړیو غوښتل د کورلپاره له غره څخه د سون توکي راوړي خو په لاره کې ماین پرې ور چا ودېدلی چې له امله یې درې تنه عام وګړي شهیدان شوي او درې نور یي ټپیان کړي دي، په وژل شویو عامو وګړیو کې یوه میرمن هم شامله ده.
ټپیان یي د ښې درملنې په موخه روغتون ته لیږدول شوي او ډاکټران یې روغتیایي حالت سم بولي.
د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت یاده پېښه د اسلام خلاف عمل ګڼي او زیاتوي چې وسلوالو مخالفینو په پکتیکا کې د مخامخ جګړې توان له لاسه ورکړی اوس غواړي چې د تګ راتګ په لویو لارو کې ماینونه ځای پر ځای کړي او د عامو وکړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي.
یاده دي وي چې دا څو وم ځل دی چې په ماین چاودنه کې عام وکړوته مرګ ژوبله اوړي.