15219976_791439437660622_7945223884496538731_n

دهرات یوتن اوسیدونکی د سړي تښتونکو له لورې تښتول شوی وو راخوشې شو

فرحت،د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ د ښاري کنډک قوماندان سمونوال امین الله امین په وینا میردل د صاحب خان زوی چې تېره شپه د یاد ولایت په ګذره ولسوالۍ کې د سړي تښتونکو له لورې تښتول شوی وو او جنوبي غرونو لمنو ته وړل شوی وو، د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ د ښاري کنډک پولیسو د خپلو پرلپسې هڅو په پایله نوموړی له پنځو ساعتو نه هم کم وخت کې بېرته د سړي تښتونکو له منګولو څخه راخلاص کړ.
د سړي تښتونکو له منګولو راخلاص شوی میردل د هرات ولایت امنیه قوماندانۍ ښاري کنډک قوماندان سمونوال امین الله امین له لورې د نوموړي کورنۍ غړو ته وسپارل شو .