15202658_952290204915413_886290972239145552_n

په کندهارکی دوسلوالومخالفینو چریکی بریدونو مسؤل دځانگړ‎وځواکونوپہ عملیاتو کی نیول شوی

دمعروف ولسوالی غونډی سیمی پہ مربوطاتوکی وسلوالو مخالفینو دامنیتی ځواکونو پر امنیتی پوستو بریدونہ کړ‎ی چی دپولیسو لہ لوری دشدیدعکس العمل سرہ مخ شوی برید دوسلوالو پہ مرگ ژوبلہ پای تہ ورسید چی (۱)نفر وسلوال مخالف وژل شوی او بل وسلوال شدید ټپی دی پولیسو تہ یو میل سلاح پہ لاس ورغلی، پولیسو اود سیمی اوسیدونکو تہ زیان ندی اوښتی.
دیوبل خبر له مخی ځانگړ‎وځواکونو دکشفی معلوماتو پراساس دوسلوالو مخالفینو چریکیو بریدونو مسؤل تیرہ شپہ د(۱۲)امنیتی حوزی اړ‎وند جادی سیمی پہ مربوطاتوکی پہ یو کور کی نیولی ،یاد مسؤل چریکی بریدونہ پلان کول رھبری کول اوھم یی پخپلہ ترسرہ کول ،پہ ډیرو تروریستی بریدونو ککړ‎ مسؤل اوس مھال تر پلټنو لاندی دی.
ھیرہ دی نہ وی چی تیرہ ورځ ھم دوسلوالو مخالفینو لہ لوری ځای پرځای شوی ماین مخکی لدی چی انجنیری ټیم یی شنډ کړ‎ی ،پہ چاودنی سرہ یونفر لاروی ټپی کړ‎.