15181341_1799055693692340_5928484328675719968_n

د لوګر د امنیې قومندانۍ پولیسو دوه وسلوال غله نیولي

فرحت،د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر نثار احمد عبدالرحیمزي وویل، دوه وسلوالو غلو د کابل لوګر په لاره د آبازک په سیمه کې یو موټروان له موټره تر ښکته کولو وروسته تړلی او سراچه ډوله بالینو موټر یې ترې بېولی وو، د لوګر ملي پولیس سم دستي لاس په کار شول او د موټر د موندلو هڅې یې پیل کړې، چې باالاخره تښتول شوی موټر سره له دوه وسلوالو غلو د پکتیا د پولیسو په همکارۍ په پکتیا ولایت کې ونیول شول او نن مو موټر خپل څښتن ته وسپاره.
عبدالرحیمزی ډېروي، له یادو شوو غلو سره، یو میل کلاشینکوف،
یو میل تفنګچه، د کلاشینکوف او تفنګچې ډېر شمېر مرمۍ او د اختطاف وسایل هم نیول شوي، نیول شوي غله تر څېړنو لاندې دي او هڅه کوو چې د دوی نور ملګري هم تر نیولو وروسته د قانون منګولو ته وسپارو.