13640739_306324086374630_7356892185158809778379_o3

په پچير اګام ولسوالۍ کې ديرش تنه داعش وسله وال ووژل شول

فرحت،د ننګرهار پچير اګام ولسوالۍ کې په تيرو څلرويشتو ساعتونو کې د افغان ګډو ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ډلې د يو تن قاضي مفتاح الدين په ګډون ديرش غړي وژل شوي او د دوی يو ميل دهشکه او يوميل پيکا هم لمنځه وړل شوي.
د عملياتو پر مهال افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.