15219483_1789779874610344_8923052760604579057_n

د میدان وردګو ولایت مستوفیت د مالي برخې کارمند د اداري فساد په تور ونیول شو

فرحت،نن ورځ د میدان وردګو ولایت د مستوفیت ریاست د مالي برخې کارمند د امنیي قوماندانۍ د تروریزم مدیریت لخوا په داسي حال کې نیول شوی چې له یو کس څخه یې یو نیم زر افغاني د رشوت په توګه اخیستي.
عبیدالله د نور الله زوی چې د میدان وردګو ولایت د مستوفیت مالي څانګې مامور دی د ولایت مقام په همکارۍ او د امیني قوماندانۍ د تروریزم سره د مبارزې مدیریت له خوا د ۱۵۰۰ افغانیو رشوت اخیستو په وخت لاس په لاس نیول شوی دی.
عبیدالله د زابل ولایت اوسیدونکی دی او په خپل جرم یې اعتراف کړی؛ دوسیه یې دا مهال په عدلي او قضایي اورګانونو کې تر څېړني لاندې ده.