فرحت،د اداري فساد پرضد د مبارزې ابتدايه محکمې له لوري دعلني غونډې په ترڅ کې د پوهنې رياست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد په قضيه کې په شپږ – شپږ مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
دغه علني غونډه دقضاوتمند نجيب الله فروتن په مشرۍ ، دقضاوتمند سيف الرحمن شريفي ، قضاوتمندعنايت لله حافظ په غړيتوب او په منشيتوب ترسره شوه .
دعلني غونډې په پيل کې د موظف څارنوال دتورنو پروړاندې برابره شوې صورت دعوه واوروله ، چې دتورنو مدافع وکيلانو يې دفاعه کوله .
په علني غونډه کې د ننګرهار پوهنې رئيس الله داد اسماعيلزي او ددې رياست نورو منسوبينو هم خپلې خبرې او معلومات دغونډې له ګډون والو سره شريک کړل، چې په پايله کې يې د اداري فساد پرضد دمبارزې ابتدايه محکمې قضايي هئيت د قضيې دطرفينو په شتون کې درايو په يوالي سره دپوهنې رياست درې تنه اداري کارکوونکي د۴۰۰۰۰ زره افغانيو اداري فساد په قضيه کې دجزا دقانون د ۲۷۰ مادې د ۲ فقرې پربنسټ هر يو تن دنيولو دڼېټې په پام کې نيولو سره په شپږو – شپږو مياشتو تنفيذي بند محکوم کړل.
دغونډې قضايي پلاوي وويل دتورنو پروړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نه ده کولای شي داستيناف غوښتنه وکړي.
صفحه اصلی افغانستان ننګرهار پوهنې ریاست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد پر جرم په شپږ،شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شول
ننګرهار پوهنې ریاست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد پر جرم په شپږ،شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شول
صدیقینوامبر 27, 2016افغانستاندیدگاهها برای ننګرهار پوهنې ریاست درې تنه کارکوونکي د اداري فساد پر جرم په شپږ،شپږ میاشتو تنفیذي بند محکوم شول بسته هستند
مطلب قبلیدوه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ژوندي ونيول شول
مطلب بعدیملي امنيت دوه تنه د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړل