644629_105698026293550_38451335_n

دوه وسله وال طالبان ووژل شول او درې ژوندي ونيول شول

فرحت،د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې دوه تنه طالب وسله وال ووژل شول او د دې ولايت نازيانو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د تش په نوم ولسوال مرستيال په ګډون درې تنه ژوندي ونيول شول.
د دغه عملياتو پر مهال دوه ميله کلاشنکوف، دوه تومانچې، يو پايه ايکم مخابره، شاژورونه او يو عراده موټر سايکل هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي.