14115054_555457211309302_5206213380604394900_o

په ننګرهار نهه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

فرحت،ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د پاس پچیر په بېلابېلو سیمو کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د دوو پاکستانیانو په ګډون ۵ داعش وسله وال وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي .
د دوو وژل شوو داعشیانو سره،چې جسدونه یې په سیمه کې پاتي دي،پاکستاني اسناد، یو میل را کټ انداز،یو میل کلاشینکوف،څلور میله کره بین او ګڼ شمېر نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د ترسره شوو عملیاتو په ترڅ کې مغل خیلو،غنډۍ خیلو او تنګي خیلو په نومونو درې لوی کلې هم د داعش له شتون څخه پاک شوي دي .
همدا راز د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د ترسره شوو عملیاتو پر مهال د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه چې نږدې دیرش ورځې د داعش په بند کې و،هم د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په ترڅ کې ازاد او خپلو کورنیو ته وسپارل شول .