15036414_744393595709199_6698270171902903358_n

دننګرهار ولایت پنځه تنه د چاودونکو او نشه توکو سره يو ځای ونيول شول

فرحت،دننګرهار مومندرې او دوربابا ولسواليو کې د لومړي سرحدي لواء شپږم کنډک موظفينو له لوري پنځه تنه د چاودونکو او نشه يي توکو انتقال په تړاو ونيول شول.
د لومړي سرحدي لواء موظفينو د معلوماتو له مخې په مومندرې ولسوالۍ کې يې په يو کرولا ډوله موټر کې ۲۴ بنډله ثانيه سوز او ۴۸ چاودونکي کپسول څلور تنو سره يوځای نيولي دي.
دغه راز په ورته کې د يادې لواء موظفینو له لوري د دوربابا دربند سيمه کې ۶۲ کلچې چرس، چې په بوجيو کې ځای پر ځای شوي و يو تن سره نيولي دي.
نيول شوي کسان په امنې قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.