14354880_956230941155376_5662172724667677523_n

داعش وسله والو په ننګرهارکی یو دیني عالم په شهادت رسولی

فرحت،ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ په اخون کلي کې تېره شپه داعش وسله والو د مولوی عبدالصمد په نوم یو دیني عالم چې د یاد کلي د ملا امام ترڅنګ خطیب هم و،له ځآن سره تر بېولو وروسته په شهادت رسولی دی.
پنځه څلوېښت کلآ شهید مولوی عبدالصمد حکومتي دنده او یا هم له حکومتي چارواکو سره اړېکه نه درلوده،خو د ملاامام ترڅنګ یې ګڼ شمېر مدرسو کې د استاد په حیث هم دندې ترسره کړې وې.
تر دې وړاندې د شینوارو ولسوالیو د علماؤ شورا رئیس ویلي و،چې داعش وسله والې ډلې تر دا مهاله ۲۶ دیني عالمان په شهادت رسولي دي .