13339517_659939874154572_336947mnk3970718928323_n

لوګر کې17 وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

فرحت،لوګر ولایت د برکي برک ولسوال رحیم امین په وینا تیره شپه د برکي برک ولسوالۍ د شنه کلا په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ په نښته کې 7 وسله وال وژل شوي او 10 کسان ټپیان شویدي چې وژل شوي او ټپیان د سیمې مشهور قومندانانو بهرام کوچي او غفران د ګروپ غړي دي.
د یادونې وړ ده چې د برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار حوزې د شنې کلا په سیمه کې د افغان ځواکونو 333 ځانګړې قطعې یوي تیارې چې دوه ورځې وړاندې د تخنیکي ستونزو له امله بیړنۍ ناسته کړی وه تیره شپه دوه بجې بیرته را انتقال شوه.