15085592_781219178682648_2506203815769031082_n

یوترهګرچې تېره ورځ یې دالمان پرقونسلګرۍ باندې بریدکې لاس لره ونیول شو

فرحت،د کورنیو چارو وزارت پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست منسوبینو هغه ترهګر نیولی چې تېره ورځ یې د بلخ په ولایت کې د آلمان پر قونسلګرۍ باندې په شوي ترهګریز برید کې د لاس لرلو په تور تورن دی.
نیول شوی تورن ترهګر چې هیبت الله نومیږي د ګل رحمان زوی او د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی چې د پولیسو ځانګړو قطعاتو منسوبینو له لورې د پېښې په ځای کې نیول شوی.
یاد نیول شوی ترهګر له نیولو وروسته د پولیسو ځانګړو قطعاتو ریاست د استخباراتو آمریت له لورې د بلخ ولایت د ترهګرۍ سره د مبارزې ریاست مسوولینو ته وسپارل شو.