14937230_739790852836140_4795842409447335987_n

ګلاب منګل:ملي او نړیوال ځواکونه د داعش ځپلو قاطع اراده لري

فرحت،دننګرهار والی محمد ګلاب منګل وایي ملي او نړیوال ځواکونه د داعش ځپلو قاطع او جدي اراده لري او هغه ادعاګانې یې په کلکه رد کړې،چې ګوندې حکومت او یا هم په افغانستان کې نړیوال ځواکونه د داعش ډلې سره همکاري لري.
نوموړي چې د لړم په ۲۰مه یې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د خوږیاڼو درې ولسوالیو مخورو سره ناسته درلوده،یادې څرګندونې وکړې .
په دغه ناسته کې د اجرائیه ریاست سلاکار حاجي محمد امان خیري،د سولې ولایتي کمیټې مشر حاجي ملک نظیر،د ولایتي شورا غړي اجمل عمر او ګڼ شمېر نورو شتون درلود.
د خوږیاڼو د پچیراګام،کږې او شیرزادو ولسوالیو د مخورو په استازیتوب حاجي محمد ولي خوږیاڼي په بېلابېلو برخو کې یادو ولسوالیو ته د حکومت د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .
نوموړي د کابل ـ جلال اباد دویم لین سړک په ځنډنیو چارو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه یاد سړک د نړیوال معیار له مخې هم برابر نه دی .
هغه په یادو ولسوالیو کې د پرمختیایي پروژو د نه پلي کیدو، په عملیاتو کې د ملکي وکړو د مرګ ژوبلې اوښتو،په دولتي ادارو کې د خوږیاڼو مسلکي ځوانانو ته کم رنګه ونډې او یو شمېر نورو برخو څخه یادونه وکړه او په دغه برخه کې د ولایت مقام د ځآنګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .
دوی همدا راز په ټولو چارو کې د ولایت مقام سره د همکارۍ ژمنه هم وکړه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د خپلو خبرو پر مهال د مخورو څخه غوښتنه وکړه،چې پخپلو سیمو کې داعش او نورو وسله والو مخالفینو ته ځآی ورنکړي،ترڅو د عملیاتو پر مهال ولسونه له مرګ ژوبلې اوښتو څخه په ښه توګه ژغورل شوي وي.
هغه همدا راز ډاډ څرګند کړ،چې په پچیراګام ولسوالۍ کې به داعش وسله وال وځپل شي،د ولسونو په قوت او د اړتیا پر مهال د حکومتي همکارۍ له مخې به یاده ولسوالۍ د مخالفینو څخه پاکه وساتي.
ننګرهار والي وویل: ((ملي او نړیوال ځواکونه د داعش ځپلو قاطع او جدي اراده لري او هغه ادعاګانې په کلکه ردوم،چې ګوندې حکومت او یا هم په افغانستان کې نړیوال ځواکونه د داعش ډلې سره همکاري لري.))
هغه د ولسونو په همغږۍ او د حکومت سره په جدي همکارۍ هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، امنیت د ولسونو په کلکې ارادې،هوډ او پر خپل نظام د باور پر مهال منځته راځي .